مسکو بي بي سي باختر دسلواغې دمياشتې ١ :
داوکراين جمهوررييس( پترو پوروشنکو)په سويس کې د داووس دفساد په نړيواله ټولنه کې وويل چې د دغه هېواد په ختيځ کې دروسيې نهه زره سرتيري ، پنځه سوه ټانکونه ، توپونه او زغروالې واسطې شتون لري .
په همدې حال کې داوکراين ، روسيې ، فرانسې اودآلمان دبهرنيو چارو وزيرانو په برلين کې په يوه غونډه کې د جګړو دپاى ته رسيدو غوښتنه کړې ده او دملګروملتو په سازمان کې دامريکا استازي په اوکراين کې دسولې لپاره د روسيې وروستۍ طرحه داشغال طرحه بللې ده .
دآلمان دبهرنيو چارو وزير ( فرانک والتر ا شتاين ماير دبرلين له غونډې وروسته وويل چې مهم پرمختګ نه دى شوى خو فکر کوم چې دملموس پرمختګ شاهد وو.
ده دغه راز وويل : چې دمنسک دتير کال په موافقه ليک کې دټاکل شوې يوې کرښې څخه دپنځلسو کيلومترو په واټن ددرندو وسلو په ايستلو موافقه کړې ده .
د آلمان صدراعظمې انګلامرکل دبرلين له خبرو مخکې دبرياليتوب احتمال په کې لږ وباله .
1 1 دقیقه لوستل