سیاست

د بهرنيو چارو وزارت معين په ايران او پاکستان کې د ميشتو افغان مهاجرينو ستونزې د ملګرو ملتو د سازمان له مقاماتو سره طرحه کړې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت اداري معين د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ (آسيا پسيفيک) د څانګې له مرستيال سره په کتنه کې په ايران او پاکستان کې د ميشتو افغان مهاجرينو د ستونزو په باب خبرې وکړې .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دبهرنيو چارو وزارت اداري معين ډاکتر نصير احمد انديشه نن د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ ( آسيا پسيفيک) د څانګې له مرستيال اياکي ايتو سره وکتل.
لومړى د بهرنيو چارو وزارت اداري معين ډاکتر نصير احمد انديشه په پاکستان او ايران کې د بې سندو افغان مهاجرينو د نوم ليکنې د بهير په باب خبرې وکړې او د دغو مهاجرينو نوم ليکنه او قانوني استوګنه يې د هغوى د ستونزو د حل کولو په لاره کې يو مثبت ګام وباله .
ده د دغو مهاجرينو حالت د ښه والي او افغان مهاجرينو ته د کارموندلو لپاره د پانګونې په لاره کې د نړيوالو دوستانو د مرستو زياتوالى مهم وباله او دغه مرستې يې خپل هېواد ته د ستنيدو لپاره د مهاجرينو د هڅونې د وسيلې په توګه ګټورې وبللې.
وروسته ايتو د بهرنيو چارو وزارت د اداري معين د سلامشورو له امله مننه او قدرداني وکړه او په پاکستان او ايران کې د ميشتو افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کولو په لاره کې يې د خبرو او ګډ کار د دوام غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته