
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دپکتيا ولايت دشواک ولسوال دبډو اخستلو په تور ددريو کالونو تنفيذي بندپه سزا محکوم شو .
دپکتيا ولايت داستيناف محکمې رييس دباختراژانس خبريال ته وويل: دشواک ولسوال محمد سرور انديشمند پنځه مياشتې مخکې دنولسو زرو پاکستاني کلدارو بډو په تور دملي امنيت دموظفينو له خوا نيول شوى و چې دمحکمې له خوا په درې کاله بند محکوم شو .