امنیت

په افغانستان کې د ناټو يو عسکر ووژل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٤
د ناټو يو عسکر پرون په افغانستان کې ووژل شو.
دغه پوځي چې هويت يې نه دى افشا شوى؛ د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شو.
ناټو باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره د خپل دغه پوځي وژل کيدل تاييدکړل؛ خو د هغه د هويت او د پيښې دقيقه سيمه يې نه دې افشا کړې.
خو پرون د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ بازارته څېرمه د ناټو د عسکرو په کاروان ځانمرګى بريد وشو .
د پروان سيمه ييزو مسوولينو اعلام وکړ چې په دې پيښه کې درې تنه امريکايي عسکر ټپيان شول.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د روان کال په بهيرکې ٦٩ تنه بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته