سیاست

سترې محکمې دروان کال په دريمه ربع کې دمحکمو کارونه وڅيړل .

کابل باختر د کب اوولسمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن  دسترې محکمې درييس  قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرى  غونډه وکړه .
  دسترې محکمې  دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ . شورا لومړى  د اساسي قانون  د٣٨ مادې دحکم درعايتولو په مقصد چې مسکن يې له تيري  څخه خوندى بللى دى  او دجزايي اجرااتو دقانون  د١١٩ مادې  دحکم له په پام کې نيولو سره څرګنده کړه  چې کشفي او تحقيقي  ارګانونه نه شي کولى دواکمنې محکمې له پريکړې پرته  دشخص دمسکن او يا داستوګنې دودانۍ  په پلټنې اقدام وکړي . خو واکمنه  محکمه مکلفه ده  د کشفي او تحقيقي مراجعو له خوا  دوړاندې شويو  پيشنهادونو په وړاندې  په هغه صورت کې چې  دجزايي اجراتو دقانون په ١٢٠ مادې کې  د ليکل شويو حالاتو له يو حالت سره دمطابقت په صورت کې لازم قانوني اجازه  ورکړي .
وروسته  دروان کال په دريمه ربع کې دابتداييه اواستيناف محکمو او دسترې محکمې  دفرجامي ديوانونو داجرااتو رپوټونه وڅيړل شول .
دوړاندې شويو رپوټونوله مخې ،  ددريمې ربعې په بهير کې دفرجامي ديوانونو په کچه په ټوليزه توګه ٣٢٤٩قضيې ، داستينافي ديوانونوپه کچه ٧٤٥٠قضيې او د ابتدائيه محکمو په کچه ١٣٤٧٨قضيې په مرکز او ولايتونوکې په قضايي ډول څيړل شوي دي . او دهغوپه باب  دنافذو قوانينو په رعايتولو سره  لازم قانوني  پريکړې او قرارونه صادر شوي دي .
  شورا  په ټوليزه توګه  دمحکمو فعاليتونه او کارونه په  قضيو کې دڅيړنې په بهير کې د عمل دګړنديتوب ښکارندوى وباله اومثبتې يې وڅيړل .
  وروسته دعالي قضايي  سيمينار داجنداپه باب چې په نږدې راتلونکي کې جوړيږي  خبرې وشوې او دسيمينار  دارالانشا ته  لارښوونه وشوه  چې دسيمينار  دجوړولو دلارو چارو، اړوندو کميټو ته داستهداګانو ، مقرراتو او لوايحو د تفکيک  او تنظيم د برخه والو درابللو او دغه راز دهغه  دښه جوړولو دانتظام په خاطر دلازمو تدبيرونو او ترتيباتو دنيولو په باب  جدي اقدامات وکړي .
  وروسته  په غونډه کې دجزايي نوي نظرشپږ غوښتنې دلوى څارنوالي دمرستيال  څارنپوه  عنايت الله نظري او دهغه دمربوطو همکارانو او دغه راز  په قضاياو کې  دشاملو لورو په وړاندې وڅيړل شو او په نتيجه کې دوه غوښتنې ردې  يوه غوښتنه دزيات تدقيق په مقصد  اړونده کميسيون ته وسپارله شوه او درې نورې غوښتنې  دجزايي اجرااتو دقانون د ٢٨٢ مادې کې  داټکل شويو شرايطو سره دهغو دمطابقت له مخې تاييد شوې  او دوروستيو  قرارونو له لغوه کولو سره دقضيو دبيا څيړنې لارښوونه ورکړل شوه .
  په همدې ترتيب په نننى غونډه کې د مدني  دنوي نظر اووه غوښتنې د دعوا  داړوندو لورو په وړاندې  وڅيړل شوې او له دې جملې څخه يوه غوښتنې دمحاکماتو داصولو دقانون  د ٤٨٢ مادې  دحکم له مخې  تاييد او دغه راز دجزايي قضيو دمحکمو دبدلون داته ويشتو غوښتنو په باب  د دعوا  دخاوندانو او دلوى څارنوالى دادارې  دغوښتنې له مخې  جلاجلا تصميمونه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته