ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د کب لومړى :
دتقاعد دخزانې  دلوى رياست خبرتيا
  په ټاکلې وخت  دمتقاعدينو دحقوقو په ورکولو کې  دشفافيت  دتامينولو په خاطر  په مرکز کې  دبايمتريک سيستم فعال شوى دى .
  د بايمتريک داخيستلو په مقصد  شپږ غرفې  په جلا جلاتوګه  چې دوه غرفې  د ميرمنو لپاره اوڅلور  غرفې  دنارينه و لپاره  په سيستماتيک ډول تنظيم شوې دي چې تراوسه پورې  نوي زره پنځه سوه تنه  متقاعدين  په مرکز کې  دبايمتريک په سيستم کې  ثبت شوي دي . له همدې امله هغو متقاعدينو ته چې تراوسه پورې  دبايمتريک  په ثبت کې شامل شوي نه دي خبرورکول کيږي چې ډير ژر  دتقاعد دخزانې لوى رياست ته ورشي . او د ورتګ په وخت کې  دتابعيت تذکره  ،  دهويت کارت  او هغه متقاعدين  چې وکيل لري   په خپله دمتقاعد شتون  ته دبايمتريک داخيستلو په خاطر  اړتيا ده .
دمستحق ورثه  چې وکيل ولري  دبايمتريک  داخيستلو په وخت کې دوثيقې کاپي ته اړتيا شته .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته