ورزش

داستقلال اودسولى دټيمونو لوبه برا بره پاى ته ورسيده .

کابلباختر دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دکابل ښار دفوټبال دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام ومو ند.

د هيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمده شاه ساير باختر اژانس ته وويل: په دې سيالۍ کې د استقلال اودسو لى ټيمو نو لوبه و کړه چې په پاى کې ددريو په مقا بل کې په دريو سره برابره پاى ته ورسيده . دغه سيالۍ داتلسو غوره ټيمو نو ترمنځ  په کا بل ښار کې پيل شوى دى چې ددغو سياليو په دوام نن دجوانان ميهن اود سنايي ټيمو نه لو به کوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته