سیاست

دامريکادبهرنيوچارووزيره :افغان ښځي بايددخپل هيواددراتلوونکي پرمختيا يوه برخه وي

واشنګتن دازادي راديو دچنګاښ دمياشتې ٢٠:

دامريکا  دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن يوځل بيا دافغان ښځو دحقوقو غوښتنه وکړه او دافغانستان په راتلوونکي کې دهغوي په رول باندې يي ټينګار وکړ.

ميرمن کلنتن  په توکيو کې په يو کنفرانس کې ټينګاروکړ چې هغوي  بايد دافغانستان  دراتلوونکي پرمختيا يوه برخه وي .

دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې  څرگنده کړه چې په افغانستان کې بايد دفساد پرخلاف مبارزه وشي  چې  ښه حکومتوالۍ ، دقانون دواکمنې دټينګښت  او اقتصادي فرصتونه دټولو افغانانو اوپه تيره بيا دښځو برلاسي پکي شامل وي.

دي وويل امريکا به دافغان ښځو ترڅنګ ولاړه وي .

واشنګتن وايي دطالبانو راپرځيدو وروسته په افغانستان کې  دښځو دحقوقو په برخه کې ديادونې وړ پرمختګ شوي دي او دهغوشميرنو له مخې چې دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت له خوا وړاندې شوي دي په افغانستان کې دښوونځيو زده کوونکي په سلو کې څلويښت  نجونې دي په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې دزده کوونکو شمير نهه سوه  زره تنه و  چې کابوټول يي هلکان وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته