ګرديز باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه :
د پکتيا ولايت يو شمېر قومي مشرانو، مخورو، د ولايتي شورا غړو او سپين ږيرو په ګرديز ښارکې غونډه وکړه.
له ګرديزښارڅخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې په ملي شورا کې د پکتيا د خلکو پخواني استازي پادچان ځدران او د پکتيا د ولايتي شورا رئيس صوفي حبيب د نورو په استازيتوب خبرې وکرې او په دغه ولايت کې يې د روانو جګړو او نا امنيو په باب خبرې وکړې او د هغو د حل د لارو په باب پيشنهادنه وړاندې کړل.
دوى زياته کړه چې په اوسنيو شرايطوکې له ستونزوڅخه د وتلو يوازينۍ لاره په هېوادکې د دوديزې جرګې جوړول دي چې کولاى شي د سولې لپاره په هېوادکې د سراسري پيوستون سبب شي .
پاى سعيده
0 1 دقیقه لوستل