سیاست

افغانستان دامريکا داوږدوالي ستراتيژي د وضاحت غوښتنه وکړه

واشنګتن باختر د کب  څليرويشتمه :
  د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د امريکا له متحده ايالاتو څخه وغوښتل چې، په افغانستان کې د دغه هېواد د ستراتيژۍ موخې او اوږد مهالې ګټې روښانه کړي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حميد الله محب چې د واشنګتن _  دي سي هدسن په انستېتېوت کې د امريکا د متحده ايالاتو افغانستان د اړيکو د راتلونکې په باپ وينا کوله وويل چې،  د اسيا د جنوب په اړوند د امريکا د جمهور رييس دونالد ترامپ د ستراتيژۍ اعلام ، افغانستان او امريکا دمشارکت  نوي پړاوته ورسول .
د ده دڅرګندونوله مخې، دغه ستراتيژي  چې د شرايطو پربنسټ برابره شوې ده  نه د مهال وېش پربنسټ، په سيمه کې  لوبه بدله کړه او د افغانستان په ګاونديتوب کې يې په ورانکارو نوي فشارونه وارد کړل .
خو ټينګار يې کړى چې، اوس د امريکا له متحده ايالاتو څخه غواړو روښانه کړي چې زموږ په هېواد کې د هغوى اوږد مهاله ستراتيژي او ګټې کومې دي ؟ زه فکر کوم چې له موږ  څخه هيڅ يو په هغه مشارکت کې د ناڅاپي  بدلون لپاره چې د تېرو دوو لسيزو  په اوږدو کې  پانګونه پرې شوې ده او له  لارښودو سندونو څخه بهر وي  ، چمتو نه ده .
محب وويل چې، افغانان د سولې له هغه بهير څخه چې تر نن ورځې  پورې د افغانستان دحکومت هيڅ استازى پکې شامل نه دى جدي دار او انديښنه لري .
د ده په باور په هغو بدلونونو سره چې په افغانستان کې رامنځته شوي دي اوس د نړۍ امنيت ته هيڅ راز ګواښ متوجه نه دى او دغه هېواد له تروريزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې  له نړېوالې ټولنې په تېره بيا دامريکا دمتحده ايالاتو سره  ستراتيژيک  شريک دى . 
ده ويلي دي:  غواړم ووايم چې دا نور په افغانستان کې دامريکاجګړه نه ده، افغانان په خپله دغه جګړه مخ ته وړي.
د ده د څرګندونو له مخې افغانستان په مشارکت  کې د احتمالي بدلونونو لپاره جمتو دى  او بدلونونه  ته په پاملرنې سره  د امريکا د همکاريو  په باب په نوي نظر کې پرانستى دى.
محب  ټينګار کړى دى د امريکا له متحده ايالاتو سره زموږ په دوه اړخيزه امنيتي موافقه ليک  کې داسې ميکانيزمونه شتون  لري  چې موږ په دې قادرکوي چې خپل مشارکت تر بحث لاندې ونيسو او بيايې رامنځته کړو .
  د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ويلي دي  چې دامريکايي ځواکونو  مسوولانه او پړايز  کمښت او د شرايطو پربنسټ دمرستو بشپړ بدلون افغانستان ته فرصت ورکوي چې دغه هېواد په خپله  دامنيتي برخې لګښتونه په پړاويز ډول زيات کړي.
دغه څرګندونې په قطر کې  د امريکا او طالبانو داستازو د خبرو د پنځم  پړاو له پاى ته رسېدو وروسته بيانېږي .
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل په دوحه کې د دواړو لورو د شپاړلس  ورځنيو  خبرو يوه اساسي موضوع ده .
  ختم_ ف +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته