ټولنه

په پکتيا کې د اوبولګولو يو کانال جوړ شو

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د ۵۶۰ مترو په اوږډوالي د اوبولګولو يو کانال د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ٧ر١میليونو افغانيو په لګښت د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه کانال له لارې٣٨٠ جريبه ځمکه خړوبېږي او د سيمې خلکو ته ٢٣۴۶کاري ورځې جوړې شوې او ١٨٧کورنۍ ترې ګټه اخلي.
د يادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام په سيدکرم ولسواليو کې د اوبو رسونې، سولري برېښنا، فرعي سړکونه او د اوبولګولو ٨۶ پروژې تطبيقوي چې د يوشمېر پروژو کار بشپړ شوى او يوشمېر نورې پروژې د بشپړېدو په حال کې دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته