ورزش

دلوګر داکاډمۍ دکرکټ ټيم اتل شو .

کابل باختر دوري شلمه :
دلوګر ولايت داکاډمۍ  دکرکټ ټيم پرون په دغه ولايت کې د شل اوريزو سياليو اتل شو .
دلوګر ولايت دکرکټ بورد آمر اسرار احمدزي  باختراژانس ته وويل دکرکټ په شل اوريزو سياليو کې چې دکرکټ ورزش دودې او دځوانانو ترمنځ ديو والي په موخه دلوګر ولايت دکرکټ بورد امريت له خوا  دلسو ټيمونو ترمنځ له څه مودې راپديخوا پيل شوې دي ددغوسياليوپه پاى کې  دلوګر ولايت داکاډمۍ ټيم ددغوسياليو لومړى مقام وګاټه او دعمران وطنوال ټيم په دويم رديف کې  ځاى ونيوه .
ددغوسياليو ډير غوره لوبغاړى  صابر حنيف وپيژندل  شو .
ديادونې وړ ده چې په لوګر ولايت کې دکرکټ مينه وال  مخ په زياتيدو دي خو په دغه ولايت کې دکرکټ  ګڼ شمير لوبغاړي دورزشي ډګرونو دنشتوالي او دلوګر دکرکټ بورد  دنه همکارى  له امله سرټکوي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته