خبرونهنړۍ

د غزې جګړه کې ۱۲۵۰۰ اسرایلي پوځیان په بشپړ ډول معلول شوي دي

کابل، د مرغومې ۱۶ مه، باختر

اسرایلۍ ورځپاڼې یدیعوت احارانوت راپور ورکړی، چې غزه کې د حماس غورځنګ او صهیونستي پوځ ترمنځ په روانه درې میاشتېنۍ جګړه کې زرګونه اسرایلي پوځيان ټپیان شوي، چې د ځینو حالت یې بیخي سخت ښودل شوی.

دغې ورځپاڼې د صهیونستي دفاع وزارت د چارواکو له قوله ویلي، چې ممکن په ټپي شویو سرتېرو کې ۱۲۵۰۰ داسې ټپیان وي، چې په بشپړه توګه معلول شوي وي.

ورځپاڼې همدارنګه د خپل راپورو پای کې ویلي، چې ټپیانو کې ۲۳۸۴ هغه سرتېري دي، چې د ژورو ټپونو او د بدن د مهمو غړو د له لاسه ورکولو له امله روغتونونو ته لېږدول شوي، له پوځ څخه ویستل شوي او ځینې هغه یې په کور کېنول شوي دي.

د اسرایلي پوځ ویاند که څه هم په دغې جګړه کې د خپلو ټولو وژل شویو سرتېرو شمېر ۵۰۰ ښيي او د ټپي شویو هغو په هکله هېڅ هم نه وایي، خو د یدیعوت احارانوت راپور ته په کتو ممکن دغې جګړه کې د صهیونست وژل شويو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰ څو چنده زیات وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته