امنیت

يو جګپوړى پوځي مقام د هېواد په جنوب کې ترور شو

– کابل /دکب ٢٢ / باختر
يوجګپوړي پوځي مقام د هېواد په جنوب کې د طالبانو د ډلې په ډزو کې ووژل شو .
د اتل قول اردو د لومړى لوا قوماندان ډګروال مزمل ساپۍ پرون ناوخته د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې په داسې حال کې چې له وسله والوطالبانوسره يې د جګړې مشري کوله له لرې واټن څخه د ليزري وسلې په ډزوسره شهيد شو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو جکپوړي مقام له باختر اژانس سره په اړيکه کې د دغه جکپوړي پوځي مقام وژل کېدل تاييد کړ.
هغه وويل چې دگروال مزمل له طالبانوسره د جګړې د مشري لپاره پنجوايي ته تللي و چې د يرغلګرو په ډزو کې شهيد شو.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته