سیاست

داسيا دزړه دهېوادونو ياد استانبول دبهير دسفيرانو دريمه غونډه جوړه شوه

کابل باختر دلړم  نولسمه :
داسيا دزړه داستانبول دبهير دهېوادونو دسفيرانو دريمه غونډه پرون دافغانستان  داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوه .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه غونډه دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو دمعينې عادلې راز په مشرۍ جوړه شوه .
په دې غونډه کې د ١٣ برخه والو هېوادونو ، داوولسو ملاتړکوونکو هېوادونو او د ١١ سيمه ئيزو نړيوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړى و .
دسفيرانو دغه غونډه ددغه بهير  دوزيرانو داوومې غونډې داعلاميې  په باب چې ټاکل شوې ده دروان کال په دسمبر مياشت کې داذربايجان په باکو ښار کې جوړه  شي خبرې اترې وشي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته