سیاست

د راى ورکولو په سلوکې نوي پاڼې ګابل ته را وليږدول شوې

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
د راى ورکولو او د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو په انتخاباتو پورې اړوند په سلوکې نوي پاڼې نن له دوبى څخه کابل ته را وليږدول شوې.
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل چې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د راى ورکولو په سلوکې نوي پاڼې او په انتخاباتو پورې اړونده سندونه کابل ته راليږدول شوي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: پاتې پاڼې په نږدې راتلوونکې کې کابل ته راليږدول کيږي.
ده وويل: کله چې انتخاباتو ته شل ورځې پاتې شي؛ د راى ورکولو پاڼې او اړونده سندونه د هيواد په بېلابېلوسيموکې د راى ورکولو مرکزونوته ليږدول کيږي .
د انتخاباتو د خپلواکميسيون له پريکړې سره سم د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات د ١٣٩٣ کال د وري د مياشتې په شپاړلسمه نيټه ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته