روغتیا

په هېواد کې په کرونا ويروس داخته کسانو شمېر ٦٤٠٢تنو ته ورسېد

-کابل / دثور ٢٧مه /باختر :
په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې دکرونا ويروس  ٣٤٩نوى پېښې ثبتې شوي دي .  چې په دې سره  په دغه ويروس داخته کسانوشمېر ٦٤٠٢ تنو ورسېد .  دباختراژانس دخبرله مخې،  دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح  نن په يو خبري کنفرانس کې وويل چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  د١١١٣سمپلونو له جملې څخه  ٣٤٩ يې مثبتې تشخيصې شوي دي . چې له دې  جملې څخه ١٢٦ مثبتې پېښې په کابل ، ٥٦ پېښې په پکتيا ، ٣٧ پېښې په ننګرهار ،  ٣١ پېښې په بلخ ،  ٢٩ پېښې په هرات ، ١١ پېښې په بغلان ، ١٠ پېښې په لوګر ، ١٠ پېښې په  قندهار ، ٨ پېښې په سرپل ، ٨ پېښې په لغمان  ، ٧ پېښې په تخار ، ٥ پېښې په بادغيس  ٥ پېښې په جوزجان ، ٣ پېښې په کندز ، اويوه يوه پېښه په پنجشير باميانو او دميدان  وردګو په ولايتونوکې ثبتې شوې دي . 
هغه زياته کړه چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې  په کرونا ويروس  ٣٣ تنه اخته کسان روغ شوي دي  او  ١٥ نور مړه شوي دي .
ډاکټر مجروح څرګنده کړه چې په ټوليزه توګه تراوسه پورې  په هېواد کې په کرونا ويروس  ٧٧٨ تنه اخته کسان روغ شوي دي او  ١٦٨ تنور مړه شوي دي
هغه دغه راز  دکرونا ويروس په وړاندې  دخلکو بې پروايي په کروناويروس دټولنې دزياتو کسانو داخته کېدو دليل وباله او ويې ويل  چې اوس  خلک په ډله ييز ډول په بېلابېلو ځايونو کې په دغه ويروس  اخته کېږي. او علت يې ديوزيات شمېر خلکو بې پروايي دى .
ډاکټرمجروح ټينګاروکړ چې  دهېوادخلک دې  دعامې روغتياوزارت لارښوونې په پام کې ونيسي  او له ماسک څخه استفاده وکړي او خپل لاسونه  په اوبو اوصابون سره پرې منځي .
  ختم_ ج _ اکرم 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته