امنیت

په جلال اباد ښار کې لس کيلوګرامه هيرويين کشف شول .

کابل باختر د کب دريمه :
دننګرهار  ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې لس کيلوګرامه هيرويين کشف شول .
پوليس وايي چې ټاکل شوې وه دغه نشه يي توکي دپلورنې لپاره بل ځاى ته وليږدول شي .
دلسو کيلوګرامو هيرويينو کڅوړې د جلال اباد ښار  دپنځمې ناحيې په يوه ګڼ ميشته ساحه کې ترلاسه شوي دي .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ددغو لسوکيلوګرامو هيرويينو  خاونددامنيتي مامورينو  له رسيدو  څخه مخکې تښتيدلى  دى او دهغه دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته