امنیت

په غزني کې د بمي چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نورټپيان شول

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
په غزني ولايت کې نن د يوبم دچاونې له امله د پوليسو د يومسوول  په ګډون دوه  تنه ووژل شول او اووه تنه نورټپيان شول.
دغه چاودنه دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د ادارې د دروازې په وړاندې شوې ده .
د دغې چاودنې قربانيان د اندړو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير او يو ملکي وګړى وو.
د غزني د والي ويندوى شفيق ننګ د باخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې  تاييدکړه چې په غزني ښارکې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د دغې چاودنې په قربانيانوکې دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان شامل دى.
ددغې پيښې ټول ټپيان ملکي وګړي بلل شوي دي.
ويل کيږي بم په يوبايسکل کې ځاى پرځاى او بايسکل د غزني ولايت دامنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د ادارې په وړاندې درول شوى و او له لرې واټن څخه کنتروليده.
په همدې حال کې دغزني ولايت دمرکزي روغتون رييس بازمحمد همت په دې چاودنه کې د دريو تنو ټپي ملکي وګړو روغتيايي حالت خراب وباله .
دغزني ولايت امنيتي مسوولينو وسله والو طالبان ددغه بمي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې مرګانۍ پيښې د عاملينو د پيژندني او نيولو  لپاره پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته