کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د هرات ولايت د پوليسو له خوا ونيول شول.
دغه کسان د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د مديريت دکارکوونکو له خوا د ١٣٣ کيلوګرامه هيرويېن ډوله نشه يي توکو د قضيې په اړوند چې دمرمرو ډبرو په دننه کې په مهارت سره ځاى پرځاى شوي و، ونيول شول.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل ؛ نيول شويو کسانوپه خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې دنشه يي توکو دقاچاقو په لسګونو پېښو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى. پاى ع ذ