ټولنه

په لغمان کې دڅلوروکرنيزو پروژو کار بشپړ شو.

کابل باختر د وږي  څلورمه :
په لغمان ولايت کې دڅلورو کرنيزو پروژو کار بشپړاو ددريو نورو پروژو کار پيل شو .
دغه پروژې  دکرنې اوبو لګولو اودمالدارۍ  دوزير اسد الله ضمير له خوا پرانستلې شوې .
باختراژانس دکرنې ،اوبو لګولو اودمالدارۍ وزارت له خوا دخپرې شوې  خبرپاڼې له خولې خبر راکړ دکرنې اوبو لګولو اومالدارۍ  وزير دلغمان ولايت ته په سفر کې ددريو ژورو څاګانو  دکيندنې او سمبالولو  چې په لمريزو  واټرپمپونو سمبالې دي  او دچرګانو دروزنې فارم چې پنځه زره چرګان لري  په لغمان کې پرانستل اوڅلور تراکتورونه يې په بزګرانو وويشل اوسربيره پردې دکرنيزو   محصولاتو دپروسس  انډي يې هم دهغوى  په واک  کې ورکړل .
دهېواد دکرنې، اوبولګولواو مالدارى وزير دکرکيلې د ودې او دلغمان ولايت دبزګرانو دملاتړ په خاطر دتروريج يونټ دودانۍ دانګړ دډيوال ، درييس بابا داوبولګولودکانال او دکاکس  دبڼ دانګړ دديوال دبنسټ  ډبرې هم  کيښودلې .
دکرنې ،اوبولګولو اومالدارۍ وزارت ژمن دى چې دکرنيزو بنسټيزو پروګرامونوپه عملي کولو سره دبزګرانو دکرنيزو محصولاتو کچه لوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته