پيښور ډي ډان باختر دغبرګولي ٣١ :
د پيښور ښار ته څېرمه د شيعه يانو په يو جومات کې د بم د چاودنې له امله څه ناڅه پنځلس تنه ووژل شول او څه دپاسه څلويښت تنه نورټپيان شول .
دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبرله مخې: د پيښور ښار پوليس وايي چې دغه چاودنه چې نن وشوه؛ ځانمرګى بريدکوونکى ځان د جومات دروازې ته څېرمه وچاوه.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: د يوشمېرټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
تراوسه پورې ددغه بريدمسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى، خو په وروستيو کلونوکې شيعيه يان د فرقه يي بريدونو هدف دي .
دپاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري او صدراعظم نوازشريف د پيښور ښار د شيعه يانو په جومات کې د تروريستي چاودنې د غندلو په ترڅ کې په يو پيغام کې د دغې پيښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږۍ ويل شوې ده .