کابل – باختر دلړم پنځه لسمه:
دکابل ښار دفوټبال دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وکړ.
دافغانستان دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير باخترآژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې ديونايتد سادات ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره د سباوون ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دشعاع ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره دشعاع توحيد ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ دکابل ښار دنولسو غوره ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ