کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
دداعش ديوې تروريستي شبکې غړي چې کورني اوبهرني ارتباطات يې لرل دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ .دغې شبکې غوښتل چې په کابل ښار کې په يولړ تروريستي بريدونو لاس پورې کړي .
دغې شبکې کابل ښار ته دځانمرګو بريدګرو په ليږدونه او تروريستانو ته داسانتياوو په برابرولو کې کارنده ونډه لرله .
ددغې شبکې په ترکيب کې چې شمير يې ١٣ تنو ته رسيږي کورني اوبهرني تروريستان شامل دي .
دملي امنيت دلوى رياست منسوبان به ددې هېواد دنوم ورکو سرتيرو په توګه هيڅ ډاراچوونکي ډلې ته چې زموږ دګران هېوادافغانستان د ويجاړولو نيت ولري اجازه ورنه کړي او دهېواد په هر ګوټ ګې دهغوى دښمنانه فعاليتونه کشف او شنډوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل