کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دملي دفاع وزارت خبرځايونو دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د ملي اردو دځواکونو دعملياتو د لومړي پړاو دپاى ته رسيدو خبر ورکړ .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دهندوکش عمليات چې نهه ورځې مخکې دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې پيل شوي و ، پاى ته رسيدلي دي .
دملي دفاع وزارت دکوماندو دڅانګې يو مسوول وايي چې د دغو عملياتو په بهير کې هغو وسله والو طالبانو ته چې د وردوج ولسوالۍ يې له ستونزو سره مخامخه کړې وه ، د سرزيات زيان اوښتى دى .
دغه مسوول د وردوج د يوولسو کليو دبشپړې تصفيې کولو يادونه کوي.
سره له دې چې د وسله والو مخالفينو دسر د دقيق شمير په باب څه نه وايي خو ځينې نور خبرځايونه وايي چې دهندوکش په عملياتو کې اوه پنځوس تنه چې دوسله والو مخالفينو په ليکوکې د دولت پرخلاف جنګيدل وژل شوي دي چې بهرني اتباع هم په وژل شويو کسانوکې شامل دي او دطالبانو د ډلې شپږڅلويښت تنه نور ټپيان شوي دي او ددغو عملياتو په بهير کې د دوو تنو امنيتي ځواکونو وژل کيدل تاييد شوي دي .
ويل شوى دي چې دوه تنه پوليسان په وردوج کې د يوې ترافيکي پيښې له امله هغه وخت شهيدان شول چې د دوى دسپرلۍ موټر يوې دې ته وغورځيداو دهندوکش په عملياتو کې د دووتنو نورو پوليسانو ټپي کيدل تاييد شوي دي .
دبدخشان سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغه ولايت څو ولسوالۍ په روان کال کې دپاکستان داستخباراتي سازمان د فعاليتونو په مرکز کې دي .
دغه ولسوالۍ هغه وخت د طالبانو او دهغو دبهرنيو همکارانو تر سختو بريدونو لاندې ونيول شوي چې له چين سره د نښلولو په مقصد د واخان په لور د يو سړک دجوړولو انګيزه رامنځته شوه .
په داسې حال کې چې پاکستان په افغانستان کې داقتصادي فعاليتونودمحدودلو
په مقصد هلې ځلې کوي او چين ته د يو واټ جوړول نه يوازې په افغانستان بلکې دمنځنۍ آسيا په هيوادونو کې دپاکستان ارزښت کموي.
پاکستان دحالاتو ګډو ډول دخپل کار په لارښودکې نيولي دي چې د دغۍ لوې لارې دجوړولو مخه ونيسي.
0 1 دقیقه لوستل