سیاست

تبصره

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٥  :
په دې وروستيو وختو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني په هغې مشورتي غونډه کې چې دهېواد له سياسي شخصيتونو او مشرانوسره يې لرله ، دافغانستان ثبات دهېواد دملي  او جهادي شخصيتونو او دسياسي ، ديني  او ټولنيز قشرپه وحدت اوپيوستون پورې  اړوند وباله .
دباخترآژانس مفسر ليکي :
جمهوررئيس غني دهېوادله بيلابيلو قشرونوسره  دسترو ملي مسئلو په باب  دخپلو سلامشور په لړ کې په دې وروستيو وختو کې  دهېواد له ملي، سياسي ، جهادي او ديني  شخصيتونو اومشرانو سره مشورتي غونډه  جوړه کړه.
ددغې غونډې دجوړولو موخه د امنيتي او دفاعي مسئلو ، دسولې دبهير دلازياتې پياوړتيا، اقتصادي ، انکشاف  او دظرفيت جوړولو په ګډون دمهمو مسئلو په باب خبرې  اوسلامشورې وې.
دغه مشورتي غونډه په داسې  حال کې جوړيږي چې دافغانستان ددولت او خلکو په وړاندې ټاکلې  اوپيچلې ستونزې او چلنجونه شته .
دهېواد دښمنان   دوسيلې په توګه له وسله والو طالبانو اوداعشيانو او له نورو  مغرضو او ماجرا غوښتوونکو څيرو او ډلو څخه په استفادې سره زموږ له  خلکو څخه دامتياز دترلاسه کولو په لټه کې دي چې خپلو ټاکلو  اومغرضانه موخو ته ورسيږي. په دغه شان يوه حالت کې دخلکو دقشرونو اودافغانستان دټول ملت  ترمنځ  يووالى او پيوستون دى چې کولاى شي  دغه شان ستونزو او چلنجونو ته ځواب ووايي.
لکه څنګه  چې  جمهوررئيس غني په ډاګه  کړه چې دافغانستان ثبات تل دسياسي ، ديني  اوټولنيز قشر اودملي اوجهادي شخصيتونو او مشرانو په پيوستون  او وحدت پورې تړلى دى  .
ده په ډاګه کړه چې موږ  له سيمه ييز تروريزم او له سيمې څخه بهر تروريزم سره په  جګړه کې يو  او دافغانستان دښمنانو تل هلې ځلې کړې دي  چې دسياسي قشر ترمنځ تفرقه پيدا کړي او زموږ په هېواد کې ملي وحدت زيانمن کړي.
ده دخلکو دمشرانو او لويانو څخه  دګټورو سلامشورو په وړاندې کولو ټينګار وکړ  چې د حکومت مشران ورڅخه ګټه واخلي .
سياسي کارپوهان ددغه شان غونډو جوړول دحالاتو په ښه والي ، دچارو په سمون او ددولتي بنسټونوپه همغږۍ کې ګټور بولي ځکه  دامنيتي او دفاعي  مسئلو او دسولې دبهير دلازياتې پياوړتيا په ګډون  مهمې هېوادنۍ مسئلې په دې غونډه کې  محوري خبرې وې  چې په سياسي اجماع پکې ټينګار وشو.
دغه کارپوهان دغه راز وايي  چې  جمهوررئيس غني په خپلو خبرو کې  دسيمه ييز او له سيمې څخه بهر تروريزم پرخلاف د جګړې ددوام او دهميشني ثبات خبرې وکړې  اودتفرقې دپيداکولو  او زموږ دخلکو په يو والي اوپيوستون کې دزيان دپيداکولو په لاره کې  دغرضي کړيو دهلوځلو يادونه وکړه چې دا کار ددقت او غور وړ دى. ځکه  په اوسني پيچلي حالت  کې بايد دتروريزم دسيمه ييزو ملاتړو ترڅنګ  له سيمې څخه بهر دهغو په ملاتړو هم تمرکز وشي او کله چې  دسولې خبرې  کيږي  بايد په دغه شان بهيرکې  دخلکو ترمنځ ملي وحدت ، دعمل يووالى  اودنظر يو والى طرحه وي.
په داسې حالاتو کې  چې غرضي ټولنې  نه غواړي ټولنيزه سوکالي داوسنيو
ناخوالو  ځاى ونيسي  له دغه شان کړيو سره په مبارزه کې دنظر يووالى يو حتمي کار دى  او  دا دهېواد دمشرانو او مخورو شخصيتونو اجماع ده  چې کولاى شي موږ دغه شان يوې مفکورې ته ورسوي.
په داسې   حال کې چې په تيرو وختونو کې موږ کله ناکله  دسولې له بهيرسره په يوې اندازې  ګډوډيو سره عمل کړى دى.
ددغه شان غونډو  جوړول  اوسلامشورې  کولاى شي سترو ملي موخو او په پاى کې  يوې اغيزمنې سياسي اجماع ته په رسيدو کې له موږ سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته