کابل / دسلواغې ٩مه /باختر :
دملي امنيت ځواکونو دوسله والو طالبانودډلې درې غړي چې ويل کېږي دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې دوروستيو ناامنيو اصلي عاملين و ، ونيول
دغه کسان پرون دلغمان دقرغيو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه دملي امنيت دځواکونو په عملياتو کې ونيول شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دغه درې ډار اچوونکي دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې په مسافرو او پوځي کاروانونو دوروستيو بريدونو اصلي عاملين و .
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې دطالبانو په ډله کې په خپل غړيتوب او دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې په لسګونوبريدونوکې په خپل ګډون اعتراف کړى دى .
دوى ويلي دي چې په دغه تګلوري کې دمسافرو او پوځيانو په کاروانونو يې ډزې کولې .
ديوبل خبرله مخې ،پوليسو دننګرهار له ګڼ مېشتو لارو څخه دپنځلسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار کې دطالبانو اوداعشيانو دډلو دجنګي وسايلو ددوو زيرموپه کشفولو بريالي شول .
دغه زيرمې دشيرزادو او دخوږياڼيو په ولسواليو کې دډار اچوونکو له پټنځيو څخه دځانګړو عملياتوپه بهير کې کشف شوې .
دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې له دغو زيرمو څخه په لسګونو سپکې اودرندې وسلې ترلاسه شوي دي .
ختم- ج _ اکرم