سیاست

افغانستان او هند ګډې ګټې او برخليک لري

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
افغانستان چې د ډار اچونې، بنسټپالنې او د بهرني لاسوهنې په ګډون له ناوړو پديدو سره مخامخ دى او د سيمې د هېوادونو ترمنځ اصلي قرباني شمېرل کيږي، د سيمې د هېوادونو ترمنځ د خپل دريځ د ټينګښت او تثبيت په لټه کې دى.
د همدغو هلوځلو په چوکاټ کې ټاکل شوې ده د روانې اوونۍ په بهيرکې  د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په ډيلي کې د هند د بهرنيو  چارو له وزيرې سوشماسواراج سره وګوري او د هغو همکاريو په باب چې هند وکولاى شي د افغانستان د پرمختګ د ملاتړ په خاطر ترسره کړي، خبرې وکړي.
د باختر آژانس خبريال ليکي:
هند له افغانستان سره د هغو مهمو پنځو مرستندويو هېوادونو له جملې څخه دى او لومړنى هېواد دى چې له افغانستان سره د خپلو همکاريو راتلوونکې د ستراتيژيکي همکاريو د تړون له لارې جوړه کړې ده. دغه دواړه هېوادونه ګډې ګټې او ګډ دښمن لري.
هند د افغانستان په شان د اسلامپالو ياغيانو له فعاليتونو څخه ځوريږي چې له خپلو پولوڅخه اخوا د پاکستان تر ادارې لاندې کشميرکې فعال دي.
دغه کسان کولاى شي په راتلوونکې کې د هند لپاره د نورو ياغيانو په څير سرخوږى جوړ کړي. هند له افغانستان سره خپلې اړيکې د مشروع امنيتي او سياسي اړيکو په چوکاټ کې تعريفوي. د دغه هېواد مقامات ټينګار کوي چې له افغانستان سره د هند نږدې والى د هند امنيتي او اقتصادي اړتياوو ته د ځواب ضمانت کولاى شي. په همدې دليل هند د سيمې امنيت ته فکرکوي او د سيمې د ثبات لپاره هلې ځلې کوي.
له هند څخه د افغانستان غوښتنه  دا ده چې بايد د اقتصادي او  سياسي برخو په ګډون په بېلابېلو برخوکې يې ملاتړ وشي .
هند د افغانستان د کانونو د ايستلو په برخه کې هم علاقمندي لري، خو امنيتي  ستونزې دغه زمينه نه ده برابره کړې.
دا هغه ټولې موضوعګانې دي چې د دواړو هېوادونو افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزيران به په روانه اوونۍ کې  پرې خبرې وکړي.
نوى ډيلى په داسې حال کې د صلاح الدين رباني کوربه دى چې د امريکا  جمهور رييس دونالد ترامپ څو ورځې مخکې له هند څخه وغوښتل چې په افغانستان کې له امريکا سره د مرستې په خاطر زيات کار وکړي.
هند په افغانستان کې د طالبانو، داعش او نورو تروريستي شبکو دله منځه وړلو لپاره د هلو ځلو د ګړندي کولو په لاره کې د جمهور رئيس ترامپ د تصميم  او د پاکستان پرخلاف د ده د تندو خبرو هرکلى وکړ .
ترامپ وويل چې پاکستان بايد په خپله خاوره کې پوځي مليشو ته د شتون اجازه ور نه کړي   .
هند او افغانستان  سنتي دوستان دي او په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاريو د زياتوالي بيلګې ليدل کيږي.
دغه هېواد د اړيکو په لا زياتې پراختيا او ودې ټينګار کوي، هغه اړيکې چې د هغه په چوکاټ کې به دريم هېواد ګوښه نه شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته