سیاست

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل/ د چنګاښ ۲۵مه/ باختر
د کابینې غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ او د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهوري رياست ويندوي معلوماتو له مخې؛
لومړی جمهوررئیس غني په سمنګانو کې تروریستي برید سخت وغانده او د دې پېښې د شهیدانو او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو سره یې د خپلې غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.

جمهوررئیس د دښمن د بریدونو د دفع کولو لپاره د احضاراتو او تیاریو په موخه، د هیواد امنیتي اودفاعي ارګانونوته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز جمهوررئیس د ننګرهار د مخکیني والي ارواښاد سلیم خان کندوزي کورنۍ ته چې د کرونا ناروغۍ له امله وفات شو او د دې ویروس له وجې د نورو قربانیانو کورنیو ته د خپلې غمشریکۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کړل.

جمهوررئیس د یو شمېر ولایتونو لپاره نویو معرفي شویو والیانو او د کابینې په غونډه کې د هغوی د ګډون هرکلي ترڅنګ، په نږدې راتلونکې کې په تدریجي ډول په مرکز او د خپل مسوولیت په ساحو کې د امنیتي میثاق د عملي کولو په موخه د کابینې د غړو او والیانو پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

همداراز تر راتلونکې یوې اونۍ پورې د کابینې د غړو، والیانو، د ادارو رئیسانو (خپلواک بودجوي واحدونه) او د وزارتونو مرستیالانو د شتمنیو ثبت فورمونو په اړه لارښوونه وشوه چې د فورم د نه ثبتولو په صورت کې دې د هغوی معاشونه د فورم تر بشپړولو پورې د مالیې وزارت له لوري قطع شي.

په همدې ترتیب د کابینې غړو، والیانو او د ادارو رئیسانو (خپلواک بودجوي واحدونه) ته د هغوی تر لاس لاندې مسوولینو د شتمنیو ثبت په اړه لاښوونه وشوه.

کابینې دافغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ د دویمې مسودې سند له یو سلسله بحثونو او نظریاتو  زیاتولو سره تصویب کړ.

همداراز کابینې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د کاري رژیم طرزالعمل د تعدیل طرحه، په (۱۹) ماده کې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې اود کابل ښاروالۍ په شاملولو سره، چې  باید د یاد طرزالعمل مطابق د ادارو کارکوونکي د روغتیایي معیارونو په رعایت کولو سره په دوو کاري نوبتونوکې په جفتو او تاقو ورځوکې د سهار له ۸ د مازدیګر تر ۴ بجو پورې خدمتونه وړاندې کړي، تصویب کړه.

کابینې پرېکړه وکړه چې ښوونځي او پوهنتونونه دې د روان کال د زمري میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته د روغتیایي معیارونو او سپارښتنو په رعایتولو سره، په دې شرط چې د عامې روغتیا وزارت د ارزونې پر اساس د هیواد په کچه د کرونا ویروس وضعیت تر یادې نېټې پورې شدید نشي، پیل شي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته