سیاست

تبصره

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٦  :
په کابل کې په افغان امريکايي پوهنتون يرغل يو پيچلى او سازمان موندلى تروريستي عمل و چې بايد د يوه جنګي جنايت تر کچې  پورې  وڅيړل  شي او عاملان  يې په يوه نړيواله محکمه کې د خپلو عملونو سزا وويني.
د باختر آژانس مفسر ليکي :
دتيرې چهارشنبې ماښام کابل يوځل بيا د يوې ډيرې زړه بوږنوونکې او ترخې پيښې ډګر و. په افغان امريکايي پوهنتون د يرغل له امله يوشمېر بې دفاع محصلان، استادان او مظلوم خلک شهيدان شول.                                            
هغه څه چې له دغه ناوړه عمل څخه استنباطيږي دا دي  چې تروريستي ډلو ثابته کړه، له هغه څه څخه زيات چې فکر کيږي متحجرې، بنسټپالې او ديو صفته او جاهلې دي او د خلکو له سوکالۍ، نيکمرغۍ او له علم او پوهې سره خاصه دښمني لري .
هغه څه چې په دې پوهنتون کې رامنځته شول؛ د دې څرګندوى دي  چې تروريستان په دې وروستيو وختوکې په سيستماتيک ډول په محصلانو، فرهنګيانو او د علم په  خاوندانو تروريستي بريدونه کوي.
وسله والو طالبانو دوه تنه زده کوونکي په هلمندکې او يوبل زده کوونکى  د کاپيسا ولايت په تګاب کې ووژل .
دغه راز وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان په يوه ښوونځي کې  په بمي بريد سره يوشمېر زده کوونکي ټپيان کړل.
طالبانو او هغو نورو تروريستي ډلو چې د هغوى په ګيډه کې ځاى لري؛ څه موده  مخکې د پوليسو يوشمېر محصلان په کابل کې شهيدان کړل او په دغه ولايت کې په يو بل تروريستي بريدکې زموږ يوشمېر هېوادوال يې شهيدان کړل چې زياتره يې د زده کړې خاوند کسان او د مدني ټولنې فعالان وو.
دغه راز وسله والو طالبانو په هلمند، فراه او سانچارک کې  په صحرايي محکمو سره زموږ يو شمېر هېوادوال شهيدان  کړل، د ښوونځيو، پلونو او د ټولګټو تاسيساتو ويجاړول دشر اچوونکو ډلو چې د پرديو استخباراتو لپاره د ټاکلو دندو دترسره کولو  موظف دي او مشخصې ژمنې يې کړې دي؛ نږدې په ورځني او عادي کار بدل شوى دى.
هغه څه  چې په وروستيو ورځوکې د تيرې  چهارشنبې د ماښام د تروريستي بريد 
په ګډون ترسره شوي دي؛ په هلمند او کاپيسا کې د زده کوونکو د سرونو غوڅول، په دهمزنګ او د کمپنيو په ساحه کې  زموږ د هېوادوالو  وژنې ټول هغه بريدونه دي چې بايد جنګي جنايت يې وبولو او عاملان يې د هېواد په دننه او بهرکې ولټوو او برخليک يې وټاکو. ترڅو هغه انسانان چې غواړي انساني فکر وکړي او انساني ژوند وکړي، خوندي وي.
هغه څه چې دخبرو وړ دي؛ ددغه جنايت د ترسره کولو څرنګوالى او پايلې يې او دريځونه دي .
په لومړي ګام کې دا مسئله د دقت وړ ده چې له تروريستانو او په هغو پورې له تړلو شبکو سره مقابله له هغه ظرفيت څخه چې لازمه او د خلکو هيله ده، ترسره کيږي .
تروريستان څه ډول په دې بريالي کيږي چې دغه شان پيچلي بريدونه ترسره کړي؟  هغوى څه ډول کولاى شي چې ځان ترسترو ښارونو پورې ورسوي او دغه شان بريدونه ترسره کړي او په پاى کې سره له دې چې کابل ښار او د هېواد نورو ښارونو د سيمنټي ديوالونو په شتون سره خپلې بڼې او څيرې بدلې کړې دي؟ تروريستان څه ډول کولاى شي چې نيمګړتياوې او تشې تشخيصې او ځان ټاکلو موخو ته ورسيږي؟ دلته کشفي مسوولين په لومړي ګام کې امنيتي چارواکي او وروسته نور اړونده ارګانونه مسووليت لري چې خلکو ته ځواب ووايي.
بله مسئله د دغه شان  جنايتونو پايلي دي. هغه پايلې چې نتيجه يې د هېوادوالو   وژنه، د علمي ظرفيتونو کمزوري کول، د بې باوريو رواجول او د خلکو ترمنځ د ويرې او ډار د فضا برابرول دي.
د يادونې وړ ده چې د دغه شان حالت دوام د نظام د مسوولينو او د امنيتي او دفاعي بنسټونو د لومړۍ درجه مسوولينو په نسبت د خلکو اعتماد او باور کموي.
بله مسئله د دغه شان جنايتونو په وړاندې دريځ دى. په ملي کچه، په افغان امريکايي  پوهنتون بريد او  نور ورته جنايتونه له يوه عادي هېوادوال څخه نيولى  تر  جمهوررئيس پورې غندل کيږي او په نړيواله کچه هم د ملګروملتو له سازمان څخه تر ناتو، له سپينې ماڼۍ څخه تر ايوان صدر، له بارک اوباما څخه تر نواز  شريف پورې د دغه بريد په  غندلوکې را پاڅيدل، خو آيا يوازې غندل د ستونزې  غوټه  پرانستلى شي ؟
خلک د خپل هېواد د امنيتي مسوولينو او سياسي چارواکو څخه د غندنې هيله نلري؛ بلکې بايد ددغه شان  جنايتونوله عواملو سره  څرګند او چټک چلندوشي او د جنايتکارانو د مجازاتو لپاره دې له هر انتخاب څخه کار واخيستل شي .
په نړيوال ډګرکې هم زموږ دوستان هم بايد په دې برخه کې  دوه ګونى او سليقوي چلند يوې خوا ته پريږدي. په دې کې د شک ځاى نشته چې  نن وي او که سبا، يوه ډله سازمان، يو شخص او يا دبنسټپالو يو مشر او يا د مذهبي جريانونه چې په مرکزونه يې په پاکستان کې دي او ددغه هېواد استخبارات هم له هغوى سر ه ښه بلدتيا لري، د دغې پيښې مسوولت په غاړه واخلي.
نو له دغه شان سازمان يا شخص او يا له هرکوربه هېواد سره بايد څه ډول  چلند وشي .
مهمه دا ده، تروريستان په افغانستان کې لکه څنګه چې د پاکستان او د لويديځو هېوادونو لپاره د تعريف وړ وي چې ځانته يې تعريفوي، بنسټپالنه او تروريزم ښه او بد نلري. له نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتو له سازمان څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې د تروريستي جنايتونوله عاملان سره دې د جنګي جنايتکارانو په توګه چلند وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته