امنیت

پنځه طالبان په بادغیس کې ووژل شول

قلعه نو / د غویی / ۱۶/ باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې ووژل شول .

دهېواد په لویدیځ کې د ظفر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر اژانس ته وویل چې دغه طالبان د ابکمري ولسوالۍ د بند شرم په سیمه کې له پوځیانو سره د نښتې په وخت کې ووژل شول.
هغه وویل چې په دې نښته کې ٨ وسله وال طالبان ټپیان شول او پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی .
د یو بل خبر له مخې، پوځیانو د بادغیس د مقر په ولسوالۍ کې د یو ماین په کشفولو سره د یوې چاودنې مخه ونیوله .
د ظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر وویل چې دغه ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته