سیاست

د سمنګانو څارنوالۍ ته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پنځو تنو موقتي کارکوونکو معرفي کېدل

کابل باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د سمنګانو ولايت د انتخاباتې شکايتونو د اورېدو کميسيون د دغه کميسيون پنځه تنه موقتي کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. د سمنګانو ولايت د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون وياند او منشي محمد ايوب حقيار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د جرمونو او د انتخاباتي سرغړونو د پټولو په تور درې سيمه ييز رييسان، د دغه ولايت په ايبکو ښارکې د راى ورکولو د مرکز يو مدير او د روى دوآب ولسوالۍ د راى ورکولو د مرکز مدير څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته