امنیت

د طالبانو د ډلې پوځي مسوول وټاکل شو

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
دکويټې شورا چې په سرکې يې د افغان طالبانو د ډلې مشر ملاعمر دى؛ ابراهيم
صدر يې د دغې شورا د پوځي برخې د مسوول په توګه وټاکه.
ابراهيم صدر د ملاعبدالقيوم  ذاکري ځاى ناستى کيږي چې څه موده مخکې په ښکاره په روغتيايي دلايلو د طالبانوله دغې پوځي څانګې څخه لرې کړاى شو.
سره له دې چې هم ملاعبدالقيوم ذاکر او هم دکويټې شورا غړو  د ملاعبدالقيوم
ذاکري لرې کيدل روغتيايي دلايل بللي دي؛ خو داسې نښتې نښانې شته چې دى د خپل منځي اختلافونو په تېره بيا د هغو اختلافونو په دليل چې د ملاعمر له مرستيال ملا اخترمحمدمنصور سره يې لرل؛ له دغه مقام څخه لرې کړاى شوى دى.
دغه راز ملاعبدالقيوم ذاکرپه مبهم ډول د ده د پلار عبدالله ذاکر له وژل کيدو وروسته  چې تېرکال  د کويټې په ښارکې ترسره شو؛ دکويټې شورا دکړنوپه نسبت
بدبين و .
د امنيتي کارپوهانو دڅرگندونوله مخې: ابراهيم صدر تر څو مياشتو وړاندې په پاکستان کې بندي و او د افغانستان د دولت دهلوځلو او غوښتنې له مخې چې د پاکستان له جيلونو څخه د بندي طالبانو د خلاصون غوښتنه کوي؛ له بند څخه آزاد شو.
دى له ملااخترمحمدمنصور سره نږدې اړيکې لري. دغه ټاکنه کيداى شي دطالبانو
په مشرتابه کې دملا اختر محمدمنصور دريځ پياوړى کړي .
په دې ترڅ کې د پاکستان له استخباراتي سازمانونوسره د دغو دواړو د تړلتيا په باب خبرې شتون لري .
د ابراهيم صدر ټاکنه ټيک په داسې وخت کې کيږي چې طالبانو د خيبر په نامه د پسرلنيو بريدونو د ترسره کولو لپاره تيارى اعلام کړى دى .
افغان امنيتي چارواکو د خيبر عمليات د طالبانو د ډلې يو تبليغاتي حرکت بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته