امنیت

دکابل د نننيو مظاهرو په بهير کې داسمايي زون امنيه قوماندان له خپل مرستيال سره يوځه ټپي شو

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
دکابل دپوليسو مقامات  وايي چې درې  تنه دکابل د نننيو  مظاهرو  په تړاو چې له تاوتريخوالې سره يوځاى و ، نيول شوي دي .
  دباختر اژانس دخبر له مخې دکابل د هودخيلو او پکتياکوټ يو شمير اوسيدونکو  دهغه څه په اعتراض کې چې په امريکا کې داسلامي ضد فلم توپير بلل شوي  په مظاهرو لاس پوري کړل .
دغه مظاهرې  نن سهار په لومړيو ساعتونوکې پيل شوي او له څو دقيقو وروسته په تاوتريخوالې بدل شوي  مظاهره کوونکې هلې ځلې وکړي چې دښار دمرکز په لور لاريون وکړي  خو پوليسو  دهغوى مخه ونيوله .
دکابل  دپوليسو دڅرګندونو له مخې يو شمير لنډه غر او استفاده غوښتونکو افرادو دمظاهره  کوونکو ترمنځ  ځاى نيول يو او دتاوتريخوالې درامنځته کېدو سبب شول او مظاهرې  يې له اصلي تګلوري څخه وايستلي .
ويل شوي دي مظاهره کوونکو په يو شمير  دوکانونو بريد وکړ او دتايرونو په سوځولو  سره يې دکاپل _ جلال اباد اصلي وات يې وتړي  او دغه راز هغوى  له هرې وسيلې څخه په استفادي سره  په پوليسو بريد وکړ .
د پوليسو مقامات وايي چې ددغو پيښو په بهيرکې  دپوليسو لس تنه منسوبين ټپيان شول .
ويل شوي دي دکابل دساحوي زون  امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب  سالنګي  ، دهغه مرستيال محمد داود  امين او دکابل داور وژنې آمر په ټپيانو کې شامل دي .
  د کورنيو چارووزارت دويندوى مرستيال  ډاکتر نجيب الله  دانش تاييد کړه چې دپوليسو  يو شمير منسوبين  له دي جملي څخه د جنرال محمد ايوب سالنګي دنننۍ مظاهري په بهير کې  ټپي شو ي دي .
د ډبرو ټوټي دهغوى د ټپي کېدو سبب شوي دي ډاکترنجيب الله دانش  دجنرال سالنګي ټپونه سطحي وبلل .
دغه راز ده تاييد کړه چې مظاهره کوونکو د پوليسو يو رنجر موټر  او ديو تجارتي شرکت اته کانتينرونه يې له مالونو سره وسوځول .
  ځينو خبرځايونو  ويلي دي چې پوليسو لومړى ددغومظاهرو  دپراختيا په مخنيوي  کې ناکامه شول  او په خپل وخت دچټک غبرګون  دقطعاتو نه رسيدل چې  داړو دوړ دمخنيوي  په برخو کې  يې زده کړي کړي دي ددې سبب شول چې مظاهرې  پراختيا ومومي خو ددغو قطعاتو په رسيد و سره مظاهره کوونکې  خوري وري  شول .
له بله پلوه دکابل زون دامنيې قوماندانۍ مرستيال او داور وژنې آمر  تاييد کړه چې دنننيو پيښو په بهير کې  د ډبرو دلګيدو له امله ټپيان شوي دي خو ټپونه يي  سطحي دي
دغه مظاهرې  په امريکا کې ديو فلم دتوليد  له امله ترسره شوې په دغه فلم کې  دمسلمانانو ديني  مقدساتو ته سپکاوي شوي دي .
ديني عالمانو مظاهرې  دخلکو حق وبلل تاييد يې کړي دي چې بايد ديو منافق  دعمل په درنښت کې  موږ  خپل هيواد وال ونه وژنو او خپل  هيواد ويجاړ  نه کړو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته