ازادۍ راډيو باختردسلواغې دمياشتې١نيټه:
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل ته ویلي چې له ټولو محدودیتونو سره سره پاکستان د سیمې د سولې له ټولو هڅو سره همکارې کړې او دې کار ته به دوام ورکوي.
باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفترپه یوه بیان کې لیکلي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل او پلاوي یې پرون په راولپنډۍ کې له باجوه سره لیدلي.
د بیان له مخې جیوستراتېژیک مسایل، د سیمې امنیت او د افغانستان سوله او پخلاینه د بحث موضوعګانې وې.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ