ټولنه

په پنجشېر کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کمښت موندلی دی

 کابل / د زمري۲۷مه / باختر
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون نن په پنجشېر کې ناسته وکړه.
دغه ناسته د پنجشېر د والي د مرستیال محمد امین صدیقي په مشرۍ د دغه کمېسیون د غړو په شتون جوړه شوه.
د ناستې په پيل کې د پنجشېر مرستیال وویل چې د پنجشېر د ښځو چارو ریاست د وړاندې شویو شمېرونو له مخې؛ په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ راټيټه شوې او د اندېښنې وړ نه ده.
د پنجشېر د ښځو چارو ریيسې خاطرې شیخاني په دې ناسته کې وویل چې د اسلام د مبین دین د هغو حقوقو په اړه چې ښځو ته يې ورکړي دي؛ د کورنیو د پوهاوي کچې لوړېدل او هم په کورنۍ او ټولنه کې د ښځی مقام او رول د دې سبب شوي دي چې په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالى کمښت ومومي.
دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي کمېسیون ٤١ مه ناسته ده چې د پنجشېر د ښځو چارو ریاست، د دغه ولایت د مقام په همکارۍ د ښځو د حالت د ښه والي په موخه جوړوي.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته