کابل/ د غویي2٢مه / باختر
وسله والوغلو تېره شپه کابل ښار کې يو ښوونکى له هغه وروسته چې پيسې اومبايل يې ځينې واخيست ، وواژه.
دا پېښه تېره شپه د٩ بجو په شاوخوا کې په شمالي سراى کي رامنځته شوه.
وژل شوى کس روهين لطيفي نومېده او د حقوقو په څانګه کې يې ماستري لرله.
د کابل پوليسو ويلي دي د يادې پېښې په اړه څېړنې دوام لري.
شمالي سراى په وار وار د دغه شان پېښو شاهد و.
د سيمې اوسيدونکو ويلي دي د شمالي سراى په غونډۍ کې د معتادينو زياتوالى د دغه شان جنايي پېښو سبب کېږي.
پاى \ ذ
9 د یوې دقیقې څخه لږ