نړۍ

پاکستان پنځه سوه تنه اعداموي

اسلام اباد دآزادۍ راډيو   باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي: د٥٠٠ تنو بنديانو اعدام چې په تروريزم  پورې اړوندو تورونو محکوم شوي دي؛ له دوو اوونيو څخه د دريو اوونيو په بهيرکې پيليږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثارعلي  دغه ټکى پرون مازيګر اعلام وکړ او ويې ويل: د پاکستان د کورنيو چارو وزارت هغه ډلې او اشخاص چې شمېر يې  نږدې ٥٠٠ تنو ته رسيږي او ټول يې جنايتکاران دي او قضايي بهير يې ستړى کړى دى؛ تصفيه کوي.
نثارعلي وويل: دغوکسانو د بخښنې غوښتنه کړې ده، خو موږ د هغوى غوښتنې ردې کړې او هغه مو د جمهور رييس په وړاندې کيښودې. د دغو کسانو د اعدام لپاره تصميم ډير ژر د صدراعظم نوازشريف له خوا ونيول شو.
دغه اعدامونه بايد د دوو  اوونيو په بهيرکې پيل شي .
د پاکستان د کورنيو چارو وزير زياته کړه چې په تروريزم پورې د اړوندو قضيو د وژنې د مجازاتو په باب د قانوني مودې د لغوه کولو په باب پريکړه په پيښور ښارکې په يوه ښوونځي د ليندۍ د مياشتې له  پنځه ويشتمې نيټې له بريد څخه مخکې نيول شوى و.
صدراعظم نواز شريف د دغې مودې پاى ته رسيدل په پيښورکې په يوه ښوونځي د وسله والوکسانوله بريدڅخه يوه ورځ وروسته تصويب کړ.
د دغه بريد په بهيرکې١٣٢ تنه ماشومان او ددغه ښوونځي نهه تنه کارکوونکي ووژل شول او مسووليت يې پاکستاني طالبانو په غاړه واخيست .
په پاکستان کې د (جستيک پروجيکت آف پاکستان) په  نامه د بشر د حقوقو  د يو سازمان د معلوماتوله مخې: د تروريستي بريدونوپه تور د زرو تنو په ګډون څه ناڅه اته زره تنه د اعدام د مجازاتو په رديف کې دي.
د اعدام د مجازاتو د قانوني مودې د منع کولو له لرې کولو وروسته تراوسه پورې شپږ تنه په پاکستان کې اعدام شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته