سیاست

اجرائیه رئيس: په پکتیا کې د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه به په اساسي ډول حل شي

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٥مه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس د پکتیا ولایت د سروه خېلو له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د سروه خېلو قومي مشرانو په هغه ولایت کې د ایخېلو او سروه خېلو د قومونو ترمنځ د شخړې په اړه اجرائيه رئیس ته معلومات ورکړل او له هغه یې وغوښتل چې د دواړو قومونو ترمنځ دې، دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
پرون اجرائيه رئيس د ایخېلو له یوشمېر قومي مشرانو سره د دې ستونزې په حل لیدلي وو او د هغوی نظرونه یې اوريدلي وو.
اجرائيه رئيس وویل، دا چې په تېرو شپږو میاشتو کې حکومت د دواړو قومونو ترمنځ د جګړې له مخنیوي او د ستونزې په حل کې بریالی نه و، دا د حکومت ملامتي ده؛ خو په وینا یې دوی به  ډير ژر پکتیا ولایت ته پلاوی واستوي او له هغه وروسته به په عملي ډول د دې ستونزې د حل لپاره اقدامات وکړي.
اجرائیه رئيس وویل، د پېښې ټول اړخونه به وڅېړي او پلاوی به له مشخصو وړاندیزونو سره کابل ته را وګرځي. هغه هیله وښوده، چې ډير ژر به د دواړو قومونو ترمنځ ستونزه پایته ورسېږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته