سیاست

دحامد کرزي اعلاميه.

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ : 
د تورخم د جګړې په اړه د حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی د تورخم په جګړه کې چې له درېو ورځو راهیسې روانه ده د افغان ملي پوځيانو او پر هېواد مینو بچیانو د میړانې او ملي احساساتو ستاینه او کلک ملاتړ کوي او دوی ته د لا زیاتو بریا‌و‌ؤ د هیلې ترڅنګ د لوی خدای له درباره د دغې جګړې شهیدانو ته دفردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.
حامد کرزی همداراز له ټولو افغانانو غواړي چې د تل په شان دافغانستان د مقدسې خاورې د دفاع لپاره د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړې او هغوی په خپلو دعاګانو کې هېر نه کړي.
د افغانستان پخوانی جمهور رئيس په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر روانه جګړه اندېښنه څرګندوي او هیله لري چې دغه ستونزه ډير ژر د دیپلماتیکو خبرو اترو له لارې حل شي.
حامد کرزی زیاتوي افغانستان او پاکستان دوه ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونه دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات فرهنګي او دیني مشترکات لري او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه او جګړه به دواړه ولسونو ته پرته له ځاني او مالي زیانونو څخه بله پایله ونلري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته