امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان په کندزکې ووژل شول

کندز باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٤ :
دولس تنه وسله وال  طالبان پرون په کندز ولايت کې ووژل شول .
د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحميدحميدي باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتوکې ووژل شول.
په دغو عملياتوکې په لسګونو تنه نوريې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى او عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه په بشپړه توګه د کندز ولايت د ټولو سيمو تر پاکولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته