امنیت

په يوه چاودنه کې څلور تنه پوليسان شهيدان شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٧  :
په کاپيسا کې د ماين د چاودنې له امله  څلورتنه پوليسان شهيدان شول خو د کورنيو  چارو و زارت د ثبات د ټينګښت رئيس له دغې چاودنې څخه روغ رمټ پاتې شو.
دکاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په يوه واټ کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله څلور تنه پوليسان شهيدان شول.
د دغې چاودنې موخه د کورنيو چارو وزارت د ثبات د ټينګښت رئيس و.
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ماين د کورنيوچارو وزارت د ثبات د ټينګښت د رئيس جنرال عبدالحکيم نجرابي په تګلوري کې چې د نجراب ولسوالۍ ته تللى و، ځاى پرځاى کړاى شوى و.
ويل کيږي چې د کاپيسا ولايت د پوليسو د خاصې قطعې د ځواکونو مرستيال   او يو ملکي وګړى هم ټپيان شوي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته