امنیت

دولسي جرګې استازو وسله وال ځواکونه وستايل .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
په ولسي جرګه کې دخلکو يوشمير وکيلانو دظفر قول اردو له قوماندان سره په کتنه کې دامنيت دتامينولو په کار کې دوسله والو ځواکونو څرګند رول وستايه .
  دباختراژانس دخبرله مخې، په پارلمان کې دخلکو استازي  غلام فاروق مجروح خليل  احمد شهيد زاده ، نثار احمد غورياني ، نجلا دهقان نژاد ، سميين بارکزې او رحيمه جامي وايي چې دلويديځ زون دساحو امنيت او ټيکاو د امنيتي او دفاعي ځواکونو دسرښندنو  او ځان تيريدنو  محصول دى .
دظفر قول اردو قوماندان په مقابل کې د ډار اچوونکو او تروريستانو دټکولو په خاطر دامنيتي ځواکونو دجدي هڅو خبر ورکړ او ټينګار  يې وړکړ په هغوساحو کې دياغيانو د ځالو ددړې وړې کولو په خاطر چې خلک ځوروي  دافغان امنيتي ځواکونو هلې ځلې  دبل هر وخت په نسبت زياتې شوې دي .
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې دخلکو استازو او دظفر قول اردو قوماندان چې دظفر قول اردو په سل بستريز ساحوي روغتون کې دبسترو ناروغانو د احوالو پوښتنه وکړه دروغتيايي کارکوونکو او ډاکترانو هڅې يې وستايلې .
  دملي اردو دسل بستريز ساحوي روغتون قوماندان ډاکتر عبدالغني وايي چې طبي کارکوونکي دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دټپي او ناروغو منسوبين او دملکي وګړو دعلاج او درملنې په خاطر شپه او ورځ  په خدمت کې دي .
دظفر قول اردو قوماندان هم د ډاکترانو او دروغتيايي کارکوونکو  هلې ځلې  دقدر وړ وبللې .
همدا اوس دوسله وال  پوځ څه دپاسه پنځوس تنه ټپيان او ملکي وګړي په دغه روغتون کې تر علاج او درملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته