کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن مازيګر په کابل کې دسالار دځواکونو او دتوحيد دټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدارسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ د څوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ په يوې لوبې سره دوام مومي . او په پرونۍ لوبه کې د جوانان ميهن ټيم ددوو په وړاندې په څلورو سره دمشعل ټيم ته ماتې ورکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ