کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
څلور تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره دنښتې په بهيرکې ووژل شول.
په دې نښته کې چې نن د خوږياڼيو ولسوالۍ بازارته څېرمه وشوه دوه تنه نور جګړه ماران دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
نښته هغه وخت رامنځته شوه چې يو ډلې وسله والوطالبانو دپوځيانو په کاروان بريد وکړ.
د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ يو سميه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل: په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ونيول شول.
ده وويل: په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ