کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
یادې سيالۍ دوې مياشتې مخکې د ١٤ ټيمونو (یورش بګرامي ، یماشهید، افغان ملي، صلح، توحید، امید افغان، شاه کلپ، یاران شمال، پامیر، امید پنجشیر، MTN ، ستاره آزادي او متحد چهاردهی) په غازي سپورتي لوبغالي کې پیل شوې وې چې نن د ۴۵ لوبو وروسته د یما شهید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په پای لوبه کې د یورش بګرامي او یما شهید لوبډلو تر منځ لوبه د ۲/۲ په پایلې سره مساوي شوه؛ خو د یما شهید لوبډلې په پنالټي کې وکولای شول د یورش بګرامي لوبډلې ته د ۵-۳ په پایلې سره ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دغو سياليو کې د یورش بګرامي لوبډلې وکولای شول، چې د سيالۍ دويم مقام خپل کړي.
د المپیک ملي کمیټې او ورزش سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمین د دغه لیګ د ترسره کولو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبې ته وده ورکول یاد کړل.
ن/ر