ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا.
هيواد والو او د ١٣٩٢ – ١٣٩٣ دکانکوور د آزموينې داوطالبانو خبرورکول کيږي چې دلوړو زده کړو  وزارت ددغه ملي بهير دشفافيت په لاره کې دغه لازم تدبيرونه نيولي دي .
د ١٣٩٢ – ١٣٩٣ کال دکانکور ټول داوطلبان دې خبر وي چې دکانکور آزموينه يو ملي ، رقابتي سراسري او شفاف بهير دى  هيڅ شخص يا ارګان په هغه کې دخالت نه لري او په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت يوازينۍ لاره  وړتيا ،لياقت او د داوطلب له خوا د معياري نمرو اخستل دي . دکانکور دواطلبان دې د جعلکارو عناصروله خوا ونه غوليږي او ددغه بهير دقانوني حق او شفافيت دفاع او ملاتړ دې وکړي او ددغه څيرو په افشا کولو کې دې له امنيتي ارګانونو سره همکاري  وکړي .
په دې بهير کې دشفافيت ،دعدالت دتامينولو او دغير مسوولو کسانو دنه لاسوهنې په  لاره کې په لازمو اقداماتو سره دامنيتي تدبيرونه مکانيزم په پام کې نيول شوى دى .
دکانکور د آزموينې دبهير دلازيات شفافيت په لاره کې تصميم نيول شوى دى هر داوطلب چې په هر ولايت کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى وي يوازې په اړوند ولايت کې د آزموينې دورکولو حق لري او په دې باب هيڅ راز عذر نه منل کيږي.
دلومړي ځل لپاره دمرکز او ولايتونو دپوهنتونونو له رئيسانونو او دپوهنتونونو داستادانو داتحاديو دمسوولينو په ګډون  د لوړو زده کړو  وزارت په کچه ددغه وزارت په مشرۍ دکانکورد آزموينې د ملاتړکميسيون جوړ شوى دى چې د١٣٩٢ کال دکانکور د آزموينې بهير له پيل څخه دنتيجو تراعلام پورې همکاري او څارنه وکړي .
دکانکور له ټولو داوطلبانو څخه په جدي توګه غوښتنه کيږي چې خپل انتخاب دلياقت ، علاقې او په ژبنيو او سيمه ييزو آسانتياو دلاسبري او دليلې دستونزو په پام کې نيولو سره په بشپړ دقت سره ترسره شي ځکه دکانکور د آزموينو له اعلام وروسته  د  هلکانو  او نجونو  په   ګډون محصلان د هيڅ رازبدلون حق نه لري او  دکانکور  له د اوطالبانو څخه دځوايونو په پاڼه کې په دې برخه کې ليکلي ژمنه  هم اخستل کيږي.
دکانکور د آزموينې پوښتنې دپوهنې وزارت دهغو دقيقو معلوماتو له مخې ، چې دولايتونو دپوهنې له رييسانو سره دلوړو زده کړو وزارت په ګډ سيمينار کې ترلاسه شول په څلور ديرشو ولايتونو کې دولايتونو په تفکيک او له لسم،يوولسم او دولسم ټولګي څخه دنوي او پخواني نصاب په تطبيق سره دنوي نصاب د تطبيق په پام  کې نيولو سره برابرې شوي دي چې جدول يې دکانکور د داوطالبانو دخبرتيا په مقصد درسنيو ، دلوړو زده کړو وزارت د  ويب سايټ  او دولايتونو د پوهنې د رييسانو له لارې اعلام شوي دي .
دلوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو درياست له پلان سره سم ، په هغه صورت کې چې کومه تخنيکي امنيتي او ترانسپورتي ستونزه رامنځته نه   شي دکانکور آزموينې لومړي دهيواد دسړو سيمو او دسختو لارو لرونکو ولايتونو څخه پيليږي او د ١٣٩٢ کال دکب دمياشتې ترپنځلسمې نيټې پورې دوام کوي او د ١٣٩٣ کال له پيل کيدو مخکې به  اعلام شي.
دشفافيت ته دعدالت دتامينولو او دکانکور په بهير کې دغير مسوولو کسانو
دنه لاسوهنې په مقصد وزيرانو شورا له خوا دملي دفاع کورنيو چارو ، مخابراتو
او معلوماتي تکنالوژۍ ،  ترانسپورت او دپوهنې له وزارتونو دملي امنيت له لوى رياست او دسيمه ييزو ارګانونو د ادارې له لوى رياست سره  د امنيتي  تدبيرونو ميکانيزم تصويب شوى دى .
دمرکز دپوهنتونونو له رييسانو ، د زون د پوهنتونونو له  رييسانو ،  دپوهنتونونو
د استادانو داتحاديې له استازو  او د لوړوزده کړو وزارت له  مشرتابه  هيت څخه  د کانکور دکميټې ملاتړ پرکميسيون جوړ شوى دى چې د درې سوه کسيزې دايمي کميټې داستادانو په ټاکنه ، دولايتونو حوزو  ته داستادانو په ټاکنه او دکانکور په نورو موضوعګانو کې لازم تصميمونه ونيسي او همکاري وکړي .
دلوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو رياست په ښه توګه دبشري ،تخنيکي او مادي ځواک له پلوه دکانکور دبهير دچارو د څيړنې په مقصد پراخ کړى شوى دى .
دکانکور د آزموينو په حوزو کې څارنه او کنترول دتيرو کلونو په پرتله پراخيزي او په دې خاص تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي.
د ١٣٩٢ – ١٣٩٣ کال دکانکور آزموينې دسراسري سيالۍ له  مخې ، په څلور ديرشو ولايتونو او اته ديرشو حوزو کې اخستل کيږي.
د ١٣٩٢ – ١٣٩٣ کال دکانکور د آزموينې له ټولو شاملانوڅخه په جدي توګه غوښتنه کيږي   چې  د آزموينې په ورځ  دې د   آزموينې صحنې ته  د موباييل ، مخابرې  د هر راز الکترونيکي وسلې او دوسلو له راوړو څخه  ډډه  وکړې .
له داوطلب څخه ددغو وسايلو دموندلو په صورت کې سره له دې چې استفاده يې ورڅخه نه  وي کړې ، د آزموينې له صحنې څخه ايستل کيږي او امنيتي مسوولينو ته معرفي کيږي .
سربيره  پردې دکانکور له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کيږي چې د ماشين په واسطه په دقيقه توګه د ځوابونو د پاټو د څيړنې او دناوړې استفادې دمخنيوي په مقصد دځوابونو پاټې د پنسل په  واسطه ډکيږي .
د کانکور  د آزموينې  داوطلبان دي  د آزموينې په  ورځ  تور توش قلم او يا  تور
خودرنګ  له ځان سره   ولري او د پوښتنو ځوابونه  دې د  همدغه قلم  په   واسطه ډک  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته