ښوونه او روزنه

په روان کال کې څه دپاسه درې زره تنه دليک لوست دزده کړې له کورسونو څخه فارغ شوي دي

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٥ :
په بغلان ولايت کې دليک لوست  دزده کړې درې زره څلور سوه تنه زده کوونکي په روان کال کې له نهه مياشتنۍ روزنېزې دورې وروسته دليک لوست دزده کړې له کورسونو څخه فارغ شوي دي.
ناپوهي اوبيسوادي چې دافغانانو دلارې پرسر پراته اساسي ستونزې دي ددغې کرغيړنې پديدې له منځه وړل ددولتي او غيردولتي ارګانونو  او دمدني ټولنې داړتياو پربنسټ دپراخې مبارزې او کمپاينونو ته اړتيالري چې په بايد په بشپړې  همغږۍ کې ترسره شي .
دبغلان ولايت دپوهنې رياست دليک لوست دزده کړې آمر غلام قادرجمشيد دباخترآژانس خبريال ته وويل : په روان کال کې په بغلان کې دليک لوست نهه زره پنځه سوه يوويشت تنه زده کوونکي  چې  له دې جملې څخه پنځه زره دوه  سوه  شپاړلس تنه يې نجونې دي دليک لوست دزده کړې په مقصد دليک لوست دزده کړې په څلورسوه شپږ څلويښت کورسونو کې تنظيم شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل له دې  جملې څخه دليک لوست   درې زره څلور سوه تنه زده کوونکي  د بغلان ولايت دنهرين ، بورکې او دتاله اوبرفک په ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز پلخمري ښار په مربوطاتو کې دليک لوست دزده کړې ددوه سوه څلرويشتو کورسونو په چوکاټ کې له يونسف ادارې سره په همغږۍ کې  په نهه مياشتنۍ روزنيزه موده کې له  دغو کورسونو څخه فارغ شوي دي.
دليک لوست دزده کړې آمر په دې ترڅ کې  چې د ليک لوست دزده کړې دکورسونو، دښوونکو ټول شمير ٣٣٥ تنه ووبلل  زياته يې کړه  په دې لټه کې  يو چې په را روان کال کې  دنهرين  اوبورکې په ولسواليو او په پلخمري ښار سربيره ديونسکوپه همکارۍ دليک لوست  د زده کړې دانکشاف په برخه کې  دليک لوست دزده کړې کورسونه ددغه ولايت  شپږو نورو اداري واحدونو ته پراختيا ورکړي  ترڅو ناپوهي اوبيسوادي  چې دټولو بدمرغيو عامل دي ، له هېواد څخه لرې کړو.
ده زياته کړه چې ددرسي  ځايونو نشتوالى ، دښوونکو دتخصص د کچې ټيټوالى او د بودجې کمښت په بغلان کې دليک لوست دزده کړې  دعامولو اوپراختيا په لاره  کې اساسي ستونزه ده او ددغه ولايت  دسيمه ييزو مسوولينو له خوا يې ددغې ستونزې دلرې کولو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته