ټولنه

دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دله منځه وړلو په مقصد شپاړلس ورځني پروګرام پيليږي .

دښځودچارو وزارت  سرپرستې  ډاکترې حسن بانو غضنفر نن دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دله منځه وړلو په مقصد دشپاړلس ورځني تبليغاتي پروګرام دپيل کېدو خبرورکړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په هغې غونډه کې  چې له همدي امله دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دبندولو ترنامه لاندې يو پروګرام  له دوو ورځو مخکې پيل  کړي دي او څوارلس ورځې نور دوام کوي.

په دغو پروګرامونو کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالې دبيلابيلو اړخونو دانګيزو په باب څرگندوني کېږي چې په پيل کې خلک وپوهيږي چې تاوتريخوالې څه شي دي او سرچېنه يې کوم ځاى دي .

دى له  کور څخه دښځو دتيښتي مجبوريتونه ، جنسي تيرۍ اودښځو قاچاق دتاوتريخوالې ډولونه وبلل او ويې ويل نو دټولو مسووليت دي  چې له دغې پديدي پرخلاف مبارزه وکړي .

دغه راز په دې غونډه کې  دښځودچارو وزارت مسلکي معينې سعيدي مژګان مصطفوي دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دله منځه وړلو دشپاړلس ورځني تبليغاتي پروګرام په اړوند خبري وکړي.

دى وويل دغه پروګرامونه په مرکز اوولايتونو کې دښځو  دچارو درياستونو له خوا دتطبيق وړ دى.

 په همدي ترتيب دښځو دچارو  وزارت دسرپرستې په همدي مناسبت دښځو دلاسي صنايعو نندارتون پرانست.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته