سیاست

راسموسن : موږ هلې ځلې کووچې پاکستانۍ حکومت او پوځيان په سرحدي سيموکې دتروريستي شبکو پرخلاف جدي مبارزې ته وهڅوو .

 

کابل -باختر دکب  اتلسمه :

 دناټو عمومي منشي راسموسن  دازادۍ راډيو ته ويلي دي کله چې دتروريستي شبکو دفعاليت او دهغوى دامن مرکزونه طرحه کيږي لکه څنګه چې دافغانستان خلک ددغو تروريستي فعاليتونو له امله انديښنه لري موږ هم انديښمن يو .

 موږ هلې ځلې کووچې پاکستانۍ حکومت اوپوځيان په سرحدي سيمو کې ددغې شبکې دله منځه وړلو لپاره جدي مبارزې ته وهڅوو .

 دباختراژانس دخبر له مخې، دراسموسن دغه څرګندونې په ډاګه ښيي چې ډار اچونه دافغانستان په کليو اوبانډو کې نشته بلکې دغه ناوړه  پديده په پاکستان کې د ډار اچوونکوله پټو او څرګندو مرکزونو څخه افغانستان ته صادريږي چې دافغانستان دپرمختګ او ترقۍ خنډ شي او زموږ دهيواد خلک دخپلو عزيزانو په غم اوماتم کې کښينوي .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په وار وار ويلي دي ترهغه وخته پورې چې د ډار اچوونکو اصلي مرکزونو ته پاملرنه ونه شي، له ډار اچونې سره مبارزه به نتيجه ورنه کړي ځکه په سيمه کې له ډار اچونې سره دسيمې داستخباراتو مالي او لوژستيکي ملاتړ شته .

 خلک په وار وار پوښتلي  دي، په هغه صورت کې چې دتروريزم پرخلاف جګړه کې دنړيوال ائتلاف ځواکونه په دې پوهيږي، چې د ډار اچوونکو ځالې  په افغانستان کې نشته نو ولې د ډار اچوونکو ، دروزنې ، سمبالولو او تمويلولو اصلي مرکزونو ته پاملرنه نه کوي . دافغانستان دمشرتابه له ټينګار سره سم ،خلکو تراوسه پورې دغې پوښتنې ته قانع کوونکي ځواب نه دى ترلاسه کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته